د پوهنې وزارت د استخدام رئیس د ننګرهار ولایت له یو شمېر ښوونیزو بنسټونو څخه لیدنه وکړه

media-moe
Wed, Oct 02 2024 10:05 AM
juy
پوهنې وزارت د استخدام رئیس مولوي محمد صادق «صدیقي» ننګرهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د مرکز جلاآباد ښار اړوند د عبدالوکیل، الای، شمس الدین مجروح، انګېزه شینواری، نجم الجهاد او صدیق الله رښتین ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او د یادو ښوونیزو مرکزونو اداري، تدريسي او ښوونیز چاپېریال یې له نیږدې څخه وارزاوه.
همدارنګه نوموړي د یادو ښوونځيو د تعلیمي وضعیت له هر اړخیز تحلیل څخه وروسته اړونده مسئولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او هغوی ته یې د یو شمېر ستونزو د حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په ورته مهال د پوهنې سیمه ییزو مسئولینو د پوهنې وزارت د استخدام ریاست پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه، چې د مشرتابه د لارښوونو په رڼا کې به خپلې ورځنۍ چارې په پوره لېوالتیا پر مخ وړي.

 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS