د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس کندوز ولایت سفر وکړ

media-moe
Sun, Oct 13 2024 10:40 AM
سیبلی

د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس مولوي صدرالدین سعد د کندوز ولایت د پوهنې ریاست د مالي، اداري، ساختماني چارو، د لګښتونو او تدارکاتي چارو د څارنې په موخه، یاد ولایت ته ولاړ. نوموړي د دغه ولایت له پوهنې رئيس مولوي حزب الله مبشر او مسئولینو سره په کتنه کې، د خپل سفر پر موخو او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه تفصیلي خبرې وکړې. په پیل کې د همدغه ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت مالي او حسابداري رئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ څرګند کړ، چې د کندوز ولایت پوهنې ریاست به د دغه پلاوي د سفر د موخو د پلي کولو په برخه کې د لازمو آسانتیاوو په برابرولو کې همکاري وکړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS