د کابل ښار د ښوونځیو د ساینس ستوري او ساینسي پروژو ممتاز زده کوونکي وستایل شول

media-moe
Thu, Oct 31 2024 10:30 AM
hdgg

د ساینس ستوري او ساینسي پروژو هغه علمي سیالۍ چې څه موده مخکې د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا، د رسمي او خصوصي ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ په لاره اچول شوې وې، نن یې ممتاز زده کوونکي د پوهنې مسئولینو له لوري، د یو لړ پرتمینو مراسمو په ترڅ کې وستایل شول.

په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني، د ښوونیزو ناحیو آمرینو، د رسمي او خصوصي ښوونځیو مسئولینو او زده کوونکو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د کابل ښار پوهنې رئیس په خپله پرانیستونکې وینا کې مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې علمي غونډې په تړاو ګډون والو ته مفصل معلومات وړاندې کړل.

دغه راز د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د ساینس ستوري ګټونکو زده کوونکو ته د مبارکۍ په ترڅ کې زیاته کړه، چې د افغانستان.ا.ا. د پوهنې وزارت په خپل ټول توان سره د پوهنې کیفیت او لازیات پرمختګ ته ژمن دی.

نوموړي د پوهنیز ډګر وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل چې یاد وزارت د دیني او ساینسي دواړو علومو په برخه کې کیفیت، متوازن پرمختګ او پراختیا ته جدي پاملرنه کوي.

د مسئولینو په وینا دغه علمي سیالۍ د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ترمنځ ترسره شوې چې تر ارزونې وروسته د ساینس ستوري په برخه کې ۴ تنه ممتاز زده کونکي و پېژندل شول او همدارنګه د ساینسي پروژ په برخه کې له هرې ښوونیزې ناحیې څخه د ۳ بابه ښوونځيو زده کوونکو عالي مقامونه خپل کړل.

یاد مراسم ممتازو زده کوونکو ته د جایزو او ډالیو په وېشلو او دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS