د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د زده کوونکو له آزموینو بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
Mon, Dec 02 2024 9:52 AM
jkiuh
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د غزني ولایت له پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد حسیني سره په ګډه، د قره باغ ولسوالۍ د سلطان محمود عالي لېسې د زده کوونکو آزموینو بهیر څخه لیدنه وکړه.
نوموړي له ښوونکو او زده کوونکو سره له نږدې خبرې وکړې، د هغوی وړاندیزونه یې واورېدل او زیاته یې کړه، چې د آزموینو اخیستلو پروسه باید شفافه او معیاري وي، تر څو د زده کوونکو استعدادونه په ښه ډول وارزول شي.
د يادې لېسې زده کوونکو او پرسونل د پوهنې وزارت له معین او مسئولينو سره د ليدنې او د آزموينې له بهير څخه د څارنې د قدردانۍ ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې دغه آزموينې به د پوهنې وزارت په ټاکلو معيارونو سره پلي کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS