*د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د کابل ښار حبیبیې عالي لېسې د زده کوونکو له کلنیو آزموینو څخه لیدنه وکړه*

media-moe
Tue, Dec 03 2024 9:29 AM
ewerre
د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاء الله سعید، په داسې حال کې چې د دغه وزارت یو شمېر کارپوهانو او د کابل ښار پوهنې مسئولینو یې ملتیا کوله، د حبیبیې لېسې د زده کوونکو له کلنیو آزموینو څخه لیدنه وکړه.
نوموړی یادې لېسې په داخلېدو سره د دغې لېسې د مسئولینو، زده کوونکو او استادانو له خوا د تود هرکلي سره مخامخ شو، له درسي ټولګیو یې لیدنه وکړه او د زده کوونکو کلنۍ آزموینې یې له نږدې وڅارلې.
د پوهنې وزارت معین ښوونکو ته په خطاب کې له هغوی وغوښتل، چې په آزموینو او نورو ارزونو کې د زده کوونکو وړتیا او استعداد ته لومړیتوب ورکړئ او هغوی دې په اسلامي او ملي روحیې سره وروزئ.
نوموړي له زده کوونکو وغوښتل، چې خپل درسونه د آزموينې لپاره نه، بلکې د خپلې علمي پوهې کچې د لوړولو په موخه زده کړئ، تر څو په راتلونکي کې د خپلې ټولنې او هېواد لپاره د ښو خدمتونو سرچينه شئ.

 

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS