په بامیان ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره دوه جرېبه ځمکه وقف شوه

media-moe
Sun, Dec 22 2024 2:46 PM
12

د بامیان ولایت ورس ولسوالۍ اړوند د تنور سراب لومړنی ښوونځی چې د ودانۍ چارې یې د دغه ولایت د پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار له خوا پرانیستل شوې وې، ټاکل شوې چې دا ودانۍ د څه باندې یو نیم مېلیون افغانیو په لګښت د ځايي خلکو په مالي مرسته په دوه جرېبه ځمکه کې جوړه شي، کوم چې ارزښت یې ۷۰ زره افغانۍ اټکل شوی او د ضامن علي په نوم د یو تن معارف دوست لخوا وقف شوې ده.

د باميان پوهنې مسئولينو د څرګندونو له مخې: د دغه ښوونځي په جوړولو سره چې شپږ درسي ټولګي او دوه اداري خونې به ولري، د زياتو هغو زده کوونکو لپاره چې لرې پرتو سيمو ته د علم د ترلاسه کولو لپاره تلل د زده کړې ښه زمينه برابره او ورسره به د دوی ستونزې به په بشپړه توګه هوارې شي.

د پوهنې وزارت رهبري د پوهنیز نظام سره د هېواد د خلکو په ځانګړې توګه د بامیان ولایت د پوهنې د مینه والو له مرستو او ملاتړ څخه مننه کوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS