د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

media-moe
Mon, Feb 03 2025 2:10 PM
123

- بدخشان:
د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې د مدارسو او ښوونځيو مدرسینو او ښوونکو لپاره "د  اغېزمن تدریس او مؤثرې زده‌کړې" تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ پیل شو، چې د ۶ ورځو لپاره به دوام ولري.

- بغلان:
د بغلان ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد نور «عزیزي»، د یاد ولایت ډنډ غوري ولسوالۍ اړوند یو باب مدرسه کې د ۳۹ تنو حافظانو او علماءکرامو د فراغت په مراسمو کې له مسئولینو وغوښتل، چې په خپلو تدریسي چارو کې د پوهنې وزارت له نصاب څخه کار واخلي.

- غزني:
د غزني ولایت آب بند ولسوالۍ د ښوونځیو او مدارسو مدیرانو لپاره د "مالي مدیریت، محاسبې روڼتیا او د بودیجې د لګښت د مقرراتو  تنظیم" تر سرلیک لاندې یو سیمینار پرانیستل شو.

- نیمروز:
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت د څارنې او ارزونې ریاست کارپوهانو لخوا، د نیمروز ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي ګل احمد «حقاني» په حضور کې، د مرکز او ولسوالیو پوهنې آمریتونو د ۲۰ تنو کارکوونکو وړتیا لوړولو او آنلاین راپور ورکولو سیسټم پلي کولو لپاره " د مؤثق راپور ورکولو" تر سرلیک لاندې ۴ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS