د خوست ولایت پوهنې ریاست او د یا ولایت ډاکټرانو اتحادیې ترمنځ د همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو
د خوست ولایت پوهنې مسئولینو په یوه خبرپاڼه کې راپور ورکړ؛ د پوهنې ریاست او د یاد ولایت د ډاکټرانو اتحادیې ترمنځ یو هوکړهلیک لاسلیک شوی، چې له مخې یې ښوونکي کولی شي، د خپلو هویت کارتونو په وړاندې کولو سره د وړیا روغتیایي معایناتو څخه ګټه پورته کړي.
د پوهنې وزارت رهبري د هېواد د بااحساسه ډاکټرانو له دغه هېوادني نېک احساس څخه د ستاینې ترڅنګ، د خوست ولایت ډاکټرانو اتحادیې څخه قدرداني کوي.