د یو شمېر ولایتونو د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو
![12](/sites/default/files/2025-02/whatsapp_image_2025-02-04_at_10.17.05_am.jpeg)
د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا ریاست لخوا د پروان، پنجشېر او کاپیسا ولایتونو د ښوونکو مسلکي پراختیا ۲۴۲ تنو علمي غړو لپاره ۴ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا د رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري او د یادو ولایتونو پوهنې مسئولینو په حضورې کې پیل شو.
د یاد پروګرام په پیل کې، د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس د همدغه روزنیز ورکشاپ د تنظیم په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او دا یې د مسلکي پراختیا غړو د کاري وړتیاوو لوړولو په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.