د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست له کړنو «اوونیز راپور»

media-moe
Sun, Feb 16 2025 2:42 PM
asd

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس مولوي جمعه خان "سروري" په سرپرستۍ، د یاد وزارت د ښوونې او روزنې معینیت د یو تن مسئول په ملتیا، د ښوونیزو مرکزونو له یو شمېر مسئولینو سره دوې اصلاحي او علمي غونډې ترسره شوې.

په یادو غونډو کې چې د ښوونیزو مرکزونو مسئولینو او استادانو هم پکې ګډون درلود، د تعلیمي مرکزونو د تدریسي بهیر لاښه والي او د دعوت ارشاد ریاست ځانګړې کړنلارې پلي کولو په موخه، د اغېزناکو او تفصیلي خبرو ترڅنګ، دوې اصلاحي او علمي غونډې د پوهنې وزارت اړوندو معینیتونو، د ریاست د مقام دفتر او د کارکوونکو چارو لوی ریاست د مسلکي منسوبینو په ګډون جوړې شوې.

په ورته مهال، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست یو بل پلاوي د هېواد ۱۱ ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په ترڅ کې، د میدان وردگ او غزنی ولایتونو له پوهني ریاستونو څخه لیدنې وکړه، چې په دغو لیدنو کې د دعوت ارشاد ریاست پلاوي، د پوهنې ولایتي چارواکو ته د شرعي او دیني مسایلو د تطبیق په برخه کې یو لړ لازمې سپارښتنې وکړې.

په ورته وخت کې، دعوت او ارشاد ریاست ته له کابل ښار او د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څخه لاس ته راغلي راپورونه ښیي چې؛

په تېره اوونۍ کې له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د تعلیمي مرکزونو اړوندو کارکوونکو ته د دیني درسونو لړۍ په نورمال ډول روانه وه، لکه د پخوا په څېر په مرکزي هسته کې د یاد ریاست څخه امام مولوي ابراهیم صاحب او ملا حبیب الله "عزیر" صاحب د یو شمېر ریاستونو د کارکوونکو حال له نږدې ولیده او هغوی ته یې لازمې توصیې وکړې.

همدا راز تېره یکشنبې د پوهنې وزارت د مرکزي هستې کارکوونکو ته علمي او اصلاحي بیان هم ترسره شو.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS