د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه

media-moe
Mon, Apr 14 2025 1:44 PM
123

- پکتیکا
د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې اړوند د یوسف بابا لومړنی ښوونځی تر څلورو کلونو وقفې وروسته بیاځلې د پوهنې وزارت لخوا فعال شو او له ۱۰۰ تنو څخه زیاتو زده کونکو ته ښوونیز او روزنیز چوپړونه وړاندې کوي.

- هلمند
د هلمند ولایت د ګرشک او ګرمسېر ولسوالیو د ښوونځیو آمرینو، مدیرانو او سرښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو پینځه ورځنی سیمینار پیل شو.

- کاپیسا
پوهنې وزارت، د کاپیسا ولایت حصه دوم ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو لپاره د تعلیمي مرکزونو کارولو په موخه، د ۲۱۹ زره افغانیو په لګښت یوه ټوټه ځمکه اخیستې ده.
- همدارنګه، د یو تن معارف دوست شخصیت ملک عبدالمنیر لخوا په یاده ولسوالۍ کې د شهید غلام حیدر منځني ښوونځي لپاره ۲.۵ جرېبه ځمکه وقف شوې ده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS