د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین د غزني ولایت له یو ښوونځي څخه لیدنه وکړه

media-moe
Sun, May 04 2025 3:50 PM
25

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق «صادق» د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میر نصیر احمد «حسیني» په ملتیا، اندړو ولسوالۍ ته سفر وکړ او د ملا نوح بابا لېسې له ښوونیزو کړنو څخه یې لیدنه او ارزونه وکړه.

د پوهنې وزارت معین په دغه لیدنه کې د زده کړې کیفیت، د ټولګیو وضعیت او په یاد ښوونځي کې د ښوونکو او زده کونکو حاضري ارزونې ترڅنګ، له ښوونکو او زده کوونکو سره په یوه غونډه کې د درسي کیفیت پر لا پياوړتیا او د رسي نظم په رعایتولو ټینګار وکړ او د ښوونځي له مسئولینو یې وغوښتل چې خپلې دندې په مسلکي توګه، د تقوا او صداقت په پام کې نیولو سره ترسره کړئ.

بلخوا د یاد ښوونځي مسئولینو د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین له لیدنې څخه خوښي څرګنده او ډاډ یې ورکړ چې د نوموړي د لارښوونو په پام کې نیولو سره به زده کونکو ته د سالمې او باکیفیته زده کړې برابرولو لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS