د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت پلاوي د سرپل ولایت له پوهنې رئیس سره وکتل

media-moe
Sun, May 18 2025 3:26 PM
14

د پوهنې وزارت د معیاري آزموینو ریاست پلاوی، د سرپل ولایت په ښوونځیو کې د صنفي اصولو د ټولګیو د تعلیمي بهیر ارزونې په موخه یاد ولایت ته ورسېد.

یاد پلاوي لومړی د سرپل ولایت له پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني سره په لیدنه کې، د ښوونځیو د تعلیمي وضعیت، ننګونو او پرمختګونو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

ورپسې د یاد ولایت پوهنې رئیس پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، دغه سفر د ولایتونو تعلیمي وضعیت ته د پوهنې وزارت د مستقیمې پاملرنې او اصلاحاتو پروسې څخه د ملاتړ نښه وبلله.

نوموړي څرګنده کړه، د سرپل ولایت پوهنې ریاست رهبري په دې ولایت کې د تعلیمي پروسې لاپراختیا او معیاري کولو لپاره له خپلو ټولو وړتیاوو او تجربو څخه کار اخلي او په یاده برخه کې به دوی خپلې هلې ځلې لاپسې زیاتې کړي.

همدارنګه پلاوي ته یې د هغوی د پلانونو په پلي کولو کې د هر ډول ممکنه همکارۍ ژمنه وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS