په سرپل ولایت کې د مدارسو اداري مسئولینو لپاره روزنیز سیمینار پرانیستل شو

media-moe
Wed, Jun 18 2025 10:54 AM
14

د سرپل ولایت پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې، د مدارسو اداري مسئولینو لپاره د ۸ قلمه اداري کتابونو له منځپانګې سره د بلدتیا او مسلکي کولو په موخه، "د ۸ قلمه اداري درسي کتابونو پېژندنې" تر سرلیک لاندې ۲ ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.

یاد پروګرام د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو او د پوهنې چارواکو په نوښت په مرکز کې د مدارسو اداري مسئولینو لپاره په لاره واچول شو.

د یادونې وړ ده چې همدغه سیمینار پخوا د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره ترسره شوی و، چې اوسمهال د مدارسو اداري چارواکو لپاره د ورته غړو لخوا ترسره کېږي او دغه لړۍ به په علمي، تعلیمي او متقابلې همکارۍ فضا کې دوام ومومي.

Latest news

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

BACK TO NEWS