د جوزجان ولایت د ښوونځیو مسئولینو وړتیا لوړولو لپاره سیمینار جوړ شو

media-moe
Sun, Jul 27 2025 9:49 AM
سشی

د جوزجان ولایت پوهنې ریاست د ملاتړو ادارو په همکارۍ، د مرکز او ولسوالیو د مسئولینو، ښوونکو او د ښوونځیو د شوراګانو د غړو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه شپږ ورځنی سیمینار پیل کړ.

د جوزجان ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل جان راشد وویل چې؛ په دې روزنیز پروګرام کې ۱۴۳ تنه آمرین، مدیران، سرښوونکي، ۶۰۰ تنه ښوونکي او د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو شوراګانو ۵۰۰ تنه غړي شامل دي.

د نوموړي په وینا، د دې سیمینار جوړولو موخه د تعلیمي چارواکو د مسلکي پوهې کچې لوړول او د هغوی د تدریسي بهیر ښه کول دي.

د پوهنې رئیس ټینګار وکړ چې د هېواد په تعلیمي مرکزونو کې د ښوونیز او روزنیز کیفیت لا لوړول، د پوهنې وزارت د پروګرامونو یوه برخه ده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS