د بغلان ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو

media-moe
Tue, Jul 29 2025 3:45 PM
454

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپلو رسمي سفرونو په ترڅ کې بغلان ولایت ته ورسېد.

په هغو مراسمو کې چې پکې د بغلان ولایت پوهنې مسئولینو، کارکوونکو، د نورو سیمه ییزو ادارو یو شمېر چارواکو، علماءکرامو او بانفوذه شخصیتونو ګډون درلود؛ د پوهنې وزارت معین له لوري محترم مولوي سید حفیظ الله «معتصم بالله» د یاد ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي شو.

نوموړي په خپله وینا کې د دغه ولایت د پوهنې د پخواني رئیس محترم الحاج مولوي محمد نور «عزیزي» له فعالیتونو څخه د ستاینې ترڅنګ زیاته کړه: په اداري نظامونو کې تبدیلي او تقرر د چارو لاښه پرمختګ لپاره یو اصل دی او په همدې اساس د جوزجان ولایت د پوهنې پخوانی رئیس محترم مولوي سید حفیظ الله «معتصم بالله» د بغلان ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه وټاکل شو.

دغه راز د پوهنې وزارت معین د بغلان ولایت د پوهنې نوي رئیس ته د راتلونکو دندو په ترسره کولو کې د لا زیاتو بریالیتوبونو دعاء وکړه.

ورپسې د بغلان ولایت د پوهنې نوي رئیس محترم مولوي سید حفیظ الله «معتصم بالله» په خپله وینا کې ګډون‌والو ته د ښه راغلاست پر مهال، د پوهنې د رئیس په توګه د ټاکل کیدو په اړه د افغانستان اسلامي.ا.مارت د مشرتابه عالي مقام او د پوهنې وزارت د رهبرۍ له باور څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړ چې، د مشرتابه د لارښوونو او احکامو په رڼا کې به خپله دنده په پوره صداقت او اخلاص ترسره کړي.

نوموړي د پوهنې ریاست له آمرینو او کارکوونکو څخه هم وغوښتل چې د ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې سره بشپړه همغږي ولرئ او په پوره اخلاص او صداقت سره یو له بل سره همکاري وکړئ.

غونډه د مبارکې دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS