د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څخه پوهنې وزارت ته ۳۰ جرېبه ځمکه ولېږدول شوه

media-moe
Wed, Jul 30 2025 10:06 AM
بلا

په هغه غونډه کې چې پکې د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو د عمومي اراضي او وېش رئیسانو ګډون درلود، پوهنې وزارت کې د تعلیمي زیربناوو د ملاتړ او پراختیا په اړه د افغانستان د اسلامي ا.مارت د مشرتابه عالي مقام د حکم سره سم، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په رسمي ډول د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه ښار کې ۳۰ جرېبه ځمکه د ج.هادي مدرسې جوړولو لپاره پوهنې وزارت ته انتقال کړه.

د پورته ذکر شوې ځمکې اسناد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو د عمومي اراضي او وېش د رئیس محترم مولوي سید محمد سعید او د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې د رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس لخوا لاسلیک او په رسمي ډول یاد وزارت ته وسپارل شول.

د پوهنې وزارت مشرتابه د تعلیمي او پراختیایي پروګرامونو لپاره د رسمي ادارو او د افغان علم پروره ملت له ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS