فاریاب ولایت کې د یو باب ښوونځي ودانۍ افتتاح او د بل ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Wed, Jul 30 2025 2:39 PM
316

د فاریاب ولایت په خیبر ولسوالۍ کې د سریغ‌تاله لومړني ښوونځي ودانۍ په رسمي ډول د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

په همدې مناسبت د یاد ړولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله ارشاد، مسئولینو، د سیمه ییزو ادارو یو شمېر چارواکو، دیني علماءکرامو او د خلکو استازو په ګډون جوړه شوې غونډه کې، پوهنې رئیس د ښوونیزو پلانونو او متوازن پرمختګ په اړه، په ځانګړې توګه په لیرې پرتو کلیو او بانډو کې د تعلیمي مرکزونو د پراختیا او پیاوړتیا او د زده‌کوونکو لپاره د خوندي تعلیمي چاپېریال چمتو کولو په تړاو څرګندونې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې د تعلیمي نظام د پروګرامونو پلي کولو بشپړ ملاتړ وکړي.

ورپسې نورو چارواکو، علماء‌کرامو او د سیمه ییزو خلکو یو شمېر استازو هم د موضوع په هکله خبرې وکړې او د پوهنې وزارت له دغه نېک اقدام څخه یې مننه څرګنده او د تعلیمي پراختیایي پروګرامونو پلي کولو کې یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.

د یادونې وړ ده، دغه ښوونځی شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، لابراتوار او امنیتي خونه، د لمریزې برېښنا بشپړ سیسټم له ټولو اړینو تعلیمي لوازمو سره لري چې د ۱۳.۱۳ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړ او لګښت یې د یوې همکارې ادارې له خوا ورکړل شوی دی.

د یوبل خبر له مخې

د خیبر ولسوالۍ د نوآباد صیاد لومړني ښوونځي د ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره هم د پوهنې رئیس او یو شمېر سیمه ییزو چارواکو لخوا د ۲۰۰۰ متره مربع ځمکې په ساحه کې کېښودل شوه، چې د یادې ولسوالۍ د علم دوسته اوسېدونکو لخوا د ښوونځي جوړولو لپاره ورکړل شوې وه.

د یادونې وړ ده چې؛ همدغه پروژه د ۱۳ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته پلې کېږي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS