په میدان وردګ ولایت د ۱۴۰۴ لمریز کال کانکور آزموینې ممتاز زده‌کوونکي وستایل شول

media-moe
Thu, Jul 31 2025 12:12 PM
445

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د یوې لویې غونډې په ترڅ کې، چې پکې د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس محترم الحاج مولوي شهاب الدین ثاقب، د یاد ولایت والي الحاج قاري بختیار معاذ، پوهنې شورا رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د علماوو شورا غړو او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون درلود، د همدغه ولایت د کانکور آزموینې ۲۰ تنه ممتاز زده‌کوونکي وستایل.

چارواکو په خپلو ویناوو کې مخکښه زده‌کوونکو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې د دیني او عصري علومو په زده‌کړه کې زیار وباسي او خپلې موخې هېواد او ټولنې ته په خدمت کولو متمرکزې کړي.

په پای کې د سږ کال کانکور آزموینې غوره زده‌کوونکي د چارواکو لخوا په ډالیو او ستاینلیکونو وویاړل شول.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS