په سرپل ولایت کې د ښوونځیو آمرینو او مدیرانو لپاره د وړتیا لوړولو سیمینار ترسره شو

media-moe
Thu, Jul 31 2025 12:15 PM
sjd

د سرپل ولایت پوهنې ریاست له خوا د ښوونځیو آمرینو، مدیرانو او مسئولینو ته "د پایلو جدول نوي فارمټ" تشرېح کولو لپاره یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

په یاد ورکشاپ کې د پایلو جدول د نوي بڼې د موخو او اهمیت وړاندې کولو سربېره، د زده‌کوونکو د ښوونیزې کچې ارزونې، د ښوونځیو د آمرینو، مدیرانو او سرښوونکو د فعالیت بیاکتنې او د تعلیمي کیفیت ښه کولو لپاره د پوهنې وزارت د پالیسیو پلي کولو اهدافو ترلاسه کولو موضوع باندې هم بحث وشو.

د دې ورکشاپ په جریان کې، د فعالیتونو مهالوېش او د پایلو جدولونو بشپړولو او تنظیمولو څرنګوالی ګډون‌والو ته په تفصیل سره توضېح شو.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS