د پوهنې وزارت د مقام د دفتر نوی رئیس معرفي شو

media-moe
Sun, Aug 10 2025 2:38 PM
45

د پوهنې وزارت د مقام د دفتر نوي رئیس شیخ محمد طارق طاؤس، د ښوونې او روزنې معین او د یاد وزارت کفیل الحاج مولوي سخاءالله سعید له خوا، د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي شو.

په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي صبغت الله وصیل، مرکزي ریاستونو رئیسان او ګڼ شمېر کارکوونکي هم حضور درلود.

په پیل کې، د ښوونې او روزنې معین او کفیل، د مقام د دفتر د مخکني رئیس الحاج مولوي شهاب‌الدین ثاقب خدمتونه او هڅې وستایلې. نوموړي د نوي رئیس شیخ محمد طارق طاؤس لپاره د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې د نوي رئیس سره په چارو کې بشپړه همکاري وکړي.

ورپسې، د مقام د دفتر مخکني رئیس الحاج مولوي شهاب‌الدین ثاقب د آمر د اطاعت، د نظم او انضباط په اهمیت او د اداري چارو د پرمخ بیولو په اصولو مفصلې خبرې وکړې. هغه له کارکوونکو وغوښتل چې د نوي رئیس سره له صمیمي همکارۍ او وفادارۍ څخه کار واخلي او له نوي رئیس یې د کارکوونکو په وړاندې د شفقت او مهربانۍ غوښتنه وکړه.

همدارنګه، د مقام د دفتر نوي رئیس شیخ محمد طارق طاؤس په خپلو خبرو کې وویل، هغه مسئولیت چې د ا.ا.ا د رهبري عالي مقام له لوري په ورسپارل شوی، د پوره اطاعت ژمنه وکړه. نوموړي زیاته کړه، چې د خپلې مسلکي تجربې او وړتیاوو په رڼا کې به د ا.ا.ا د پوهنې وزارت د چارو د ښه سمون او پرمختګ لپاره په اخلاص سره کار کوي.

غونډه د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل په دعائیې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS