په فاریاب ولایت کې له راستنېدونکو زده‌کوونکو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
Mon, Aug 18 2025 3:38 PM
528

د پوهنې وزارت د پالیسۍ پر بنسټ، د فاریاب ولایت پوهنې ریاست له ۳۵ تنو راستنېدونکو کډوالو زده‌کوونکو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.

یاده ازموینه چې د ولایتي پوهنې ریاست د ټاکل شوي پلاوي تر څارنې لاندې ترسره شوه، موخه یې د زده‌کوونکو د تعلیمي کچې ارزونه ده.

د ګډون‌والو د تعلیمي کچې له تایید وروسته به هغوی د تعلیمي مرکزونو له اووم تر دولسم ټولګي پورې د زده‌کړې دوام لپاره شامل شي.

د یادونې وړ ده چې د روان تعلیمي کال له پیل راهیسې، په فاریاب ولایت کې د راستنېدونکو ماشومانو شمېر ۲۹۳ تنه ښودل شوی، چې د سویې د تثبیت تر ازموینې و وروسته، هغوی له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د خپلې سویې سره سم ښوونځیو ته ورپېژندل شوی دي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS