په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Wed, Aug 20 2025 3:13 PM
544

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د بلال حبشي "رضی الله عنه"لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې چارواکو، علماءکرامو او د خلکو استازو په حضور کې کېښودل شوه.

دغه ودانۍ چې پکې شپږ درسي ټولګي او نور اړین ملحقات شامل دي، د خلکو په ملاتړ څه د پاسه یو مېلیون افغانیو لګښت سره جوړېږي.

د یادونې وړ ده چې د پورته ذکر شوې ودانۍ په بشپړېدو سره به د سلګونو زده‌کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال چمتو شي.

د پوهنې وزارت رهبري د ښوونیز نظام په برخه کې د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه هرکلی کوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS