د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین لخوا د کابل ښار د پوهنې او خصوصي زده کړو نوي رئیسان معرفي شول

media-moe
Thu, Aug 21 2025 10:24 AM
545

د افغانستان.ا.ا. د ریاست الوزرا عالي مقام د حکم پر بنسټ، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د خصوصي زده کړو پخوانی رئیس محترم مولوي جنت ګل عزیز د کابل ښار پوهنې ریاست د نوي رئیس په توګه او د کابل ښار پوهنې پخوانی رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني د یاد وزارت د خصوصي زده‌کړو د نوي رئیس په توګه معرفي کړل.

د کیفیت تضمین محترم معین د خپلې پرانیستونکې وینا پر مهال په ادارو کې د بدلون او تقرر ارزښت او اصل بیان کړ، د مسئولیتونو د اهمیت په اړه یې په هر اړخیزه توګه خبرې وکړې او د رئیسانو له معرفي کولو وروسته یې د دواړو رئیسانو د تېرو خدمتونو څخه د ستاینې ترڅنګ، هغوی ته په نویو مسئولیتونو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه.

نوموړي د کابل ښار پوهنې ریاست کارکوونکو ته هم یادونه وکړه چې خپلو مسئولیتونو ته جدي پام وکړئ او په دوامداره توګه د خپلو لوړ پوړو چارواکو له اوامرو څخه اطاعت وکړئ.

د کابل ښار پوهنې پخواني رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په خپله وینا کې د کابل ښار پوهنې ریاست نوي رئیس ته د ټاکل کېدو مبارکي وویله او د پوهنې وزارت د مشرتابه څخه یې د باور او اعتماد له امله مننه وکړه.

همدارنګه د کابل ښار پوهنې نوي رئیس محترم مولوي جنت ګل عزیز د پوهنې وزارت مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې خپل مسئولیت او دنده به په پوره صادقانه توګه ترسره او ټولې چارې به د همغږۍ او یووالي په فضا کې په بشپړ ژمنتیا سره اداء کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS