د میدان وردګ ولایت له تعلیمي مرکزونو سره څه د پاسه ۱.۷ مېلیونه افغانۍ مرسته شوې

media-moe
Sun, Aug 24 2025 3:28 PM
565

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست د راپور له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې په جریان کې، د یاد ولایت علم‌پروره خلکو له لوري د ۱۸ بابه ښوونځيو سره ۱ مېلیونه ۷۰۵ زره ۸۷۰ افغانۍ مالي مرسته شوې ده.

د پوهنې ولایتي چارواکو وویل: "د سیدآباد، جغتو، چک او بهسود لومړۍ حصې ولسوالیو خلکو د ښوونځیو په بیارغونه او د دوی په سیمو کې ښوونځیو ته د ځینو اداري تجهیزاتو په برابرولو کې مرسته کړې ده."

د دغه راپور له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې، د میدان وردګ ولایت خلکو په ټولیزه توګه ۱۰.۹ مېلیونه افغانۍ ښوونځیو ته ورکړې دي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو څلورو کلونو کې، د پوهنې وزارت، د خلکو او شریکو ادارو په همکارۍ، په هېواد کې د پوهنې معیاري کولو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS