سرپل ولایت کې د تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې څه د پاسه ۴ مېلیونه افغانیو په لګښت سره پیل شوې

media-moe
Sat, Aug 30 2025 3:15 PM
656552

پوهنې وزارت، د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د همدغه وزارت له بودیجې څخه د ۴ مېلیونه ۶ زره ۶۰۹ افغانیو په لګښت د ۷ تعلیمي مرکزونو بیارغونې پروژې پیل کړې دي.

د سرپل ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد رحماني په وینا، په یادو پروژو کې د درسي خونو بیارغونه، احاطوي دېوالونو جوړول او اړینو ملحقاتو برابرول شامل دي؛ چې په بشپړېدو سره به د زده‌کوونکو لپاره خوندي او معیاري تعلیمي چاپېریال رامنځته او په ښوونځیو کې به د زده‌کړې کیفیت لوړ شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS