په غزني ولایت کې د خاتمالانبیاء مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ اړوند د سراب په سیمه کې د خاتمالانبیاء مدرسې نوې ودانۍ د سیمې د خلکو په مالي لګښت، د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت، په ۲ جرېبه ځمکه کې جوړه او د پوهنې مسئولینو، د جغتو ولسوال، قومي مشرانو، مدرسینو او طلابو په حضور کې رسماً افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ ۷ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، د کنفرانس تالار، د اوبو او برېښنا سیسټمونه لري.
د غزني پوهنې مسئولینو په وینا، د دغې ودانۍ په جوړېدو سره ۲۵۰ تنو طلابو ته یو خوندي او مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شو.