د پوهنې محترم وزیر د خوست ولایت له مدارسو او ښوونځيو څخه لیدنه وکړه

media-moe
Tue, Sep 23 2025 2:47 PM
szfxz

د پوهنې محترم وزیر الحاج مولوي حبیب الله آغا خوست ولایت ته د رسمي سفر پرمهال له یو شمېر دیني مدارسو او رسمي ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او له مسئولینو او زده‌کوونکو سره یې له نږدې وکتل.

نوموړي د یادو لیدنو په جریان کې ټینګار وکړ چې د پوهنې د کیفیت لاښه والي لپاره باید د نورو مسایلو ترڅنګ تعلیمي چاپېریال ته هم ځانګړې پاملرنه وشي، ترڅو زده‌کوونکي وکولی شي، په مناسبه فضا کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د پوهنې محترم وزیر په ټولګیو کې له طلابو او زده‌کوونکو سره مخامخ خبرې وکړې او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د پوهنې وزارت به د شته امکاناتو په کارولو سره اړینې اسانتیاوې برابرې او د ماشومانو لپاره به د ښوونې او روزنې بهیر نور هم پسې ښه کړي.

نوموړي زیاته کړه: "زموږ ژمنه دا ده چې په هېواد کې ټولو ماشومانو ته معیاري زده‌کړې چمتو او زده‌کوونکي ډاډه شي چې د پوهنې وزارت یې بشپړ ملاتړی دی."

همدارنګه د پوهنې محترم وزیر د مدارسو او ښوونځیو له مسئولینو څخه وغوښتل چې په ټاکلي وخت کې تدریسي بهیر پیل کړي، د زده‌کوونکو په منظمې حاضرۍ یې ټینګار وکړ او سپارښتنه یې وکړه چې د زده‌کړې کیفیت لا ښه‌والي لپاره باید نوښتګر او علمي تدریسي مېتودونه وکارول شي.

د یادونې وړ ده چې د پوهنې محترم وزیر په تعلیمي ادارو کې د زده‌کړې کیفیت او د زده‌کونکو د وضعیت ارزونې او د تعلیمي چاپېریال لاښه والي په موخه بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه پیل کړي دي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS