نورستان ولایت کې د یو باب ښوونځي جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

media-moe
Sat, Oct 18 2025 12:34 PM
9684

د نورستان ولایت مندول ولسوالۍ اړوند د باندول کلي پوهنې مینه والو د پوهنې د پراختیا او پیاوړتیا په موخه له خپلو شخصي شتمنیو څخه پوهنې سره څه د پاسه ۱.۳ مېلیونه افغانۍ مرسته وکړه او د باندول عالي لېسې جوړولو لپاره یې یو جرېب ځمکه هم اخیستې ده، چې د نورستان ولایت پوهنې ریاست سیمه ییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د پوهنې ریاست چارواکو یاد اقدام د پوهنیز نظام پراختیا لپاره د سیمې د خلکو د لېوالتیا او ژمنتیا نښه او د راتلونکو نسلونو د روښانه راتلونکي لپاره د ارزښت وړ هڅې بللې دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه له ښوونیز نظام سره د خلکو له ملاتړ هرکلی کوي او د یاد ښوونځي جوړولو لپاره یې د مندول ولسوالۍ د خلکو له مرستې ستاینه وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS