د ولایتونو له پوهنې څو خبرونه

media-moe
Sat, Nov 08 2025 2:04 PM
4544

کابل
د کابل ولایت شکر درې ولسوالۍ اړوند د آقاعلي‌خواجه کلي علم‌پالو خلکو د حضرت انس «رضی‌الله‌عنه» دارالحفاظ جوړېدو لپاره ۱۰ بسوې ځمکه او د یوه دارالایتام رغولو لپاره ۴ بسوې ځمکه پوهنې وزارت ته وقف کړه.

لوګر
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ په مرکزي لېسه کې، د علم‌پالو خلکو په مالي مرسته، د ۸۵ زره افغانیو په لګښت د لمرېزې برېښنا په وسیله د څښاک اوبو سیسټم نصب او په رسمي ډول ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

هلمند
په هلمند ولایت کې له ۵۵ تنو هغو زده‌کوونکو څخه چې تازه له کډوالۍ څخه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې تثبیت ازموینه واخیستل شوه، ترڅو وکولای شي، په عادي ډول خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS