د شمال‌ختیز زون علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ پیل شو

media-moe
Mon, Nov 10 2025 1:44 PM
564465

د علمي غړو د مسلکي او تدریسي وړتیا لوړولو په موخه، د شمال‌ختیز زون (کندز، تخار، بغلان او بدخشان) ولایتونو د مرکزي هستې علمي او مسلکي غړو وړتیا لوړونې ورکشاپ، د پوهنې وزارت د ښوونکو مسلکي پراختیا د رئیس محترم الحاج مولوي محمد ابراهیم عمري له خوا په کندز ولایت کې پرانیستل شو.
د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د کندز پوهنې رئیس او مسئولینو، د یادو ولایتونو د تدریسي برخو چارواکو او د ورکشاپ ګډون‌والو برخه اخیستې وه.
په پیل کې د کندز پوهنې مسئولینو مېلمنو او ګډون‌والو ته ښه راغلاست ووایه او د ورکشاپ د موخې او اهمیت په اړه یې خبرې وکړې. ورپسې د ښوونکو مسلکي پراختیا محترم رئیس په خپلو څرګندونو کې دغه ورکشاپ ارزښتمن وباله او زیاته یې کړه، چې د یاد پروګرام په تطبیق سره به علمي غړي له اغېزمنو تدریسي لارښودنو، ارزونې مېتودونو، د نصاب د مؤثر تطبیق او د معاصرې ټکنالوژۍ د کارونې له لارې نوې تجربې ترلاسه کړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS