د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د دایکنډي ولایت له پوهنې مسئولینو او کارکوونکو سره وکتل

media-moe
Tue, Nov 11 2025 10:10 AM
8494

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري دایکنډي ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د همدغه ولایت د پوهنې له رهبرۍ، کارکوونکو او د تعلیمي مرکزونو له مسئولینو سره وکتل.
نوموړي په یاده لیدنه کې د افغانستان اسلامي ا.مارت د عالیقدر رهبر د (۱۷مې) ګڼې فرمان په اړه تفصیلي خبرې وکړې او ګډون‌والو ته یې د ناسمو دودونو له منځه وړلو، د شرعي حجاب د مراعاتولو، د نبوي«صلي الله علیه وسلم» سیرت او صورت د بشپړ تعقیب او د اسلامي اخلاقو د پلي کولو په اړه علمي او شرعي لارښوونې وکړې.
ورپسې د دایکنډي ولایت پوهنې ریاست د دعوت او ارشاد مسئول د پوهنې وزارت له مشرتابه مننه او قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د د پوهنې ریاست اړوند کارکوونکي د اسلامي ا.مارت د عالیقدر مشرتابه د اصولو او فرمانونو پلي کولو ته په پوره توګه ژمن دي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS