د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس د هرات ولایت له ځینو ښوونځيو څخه لیدنه وکړه

media-moe
Mon, Nov 24 2025 9:39 AM
db

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه‌خان سروري، د هرات ولایت پوهنې ریاست د دعوت او ارشاد مسؤلینو په ملتیا، د صلاح‌الدین سلجوقي او الحاج عبدالظاهر بشیري ښوونځیو څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس په ټینګار سره وویل چې د وزارت لارښوونې، د تدریس کیفیت لوړولو هدایات، د زده‌کوونکو سالمه روزنه او د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د تعلیمي فضا رامنځته کول په ښوونځیو کې باید په بشپړ ډول عملي شي.
نوموړي د پورته ذکر شویو ښوونځيو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د ښوونکو مسلکي او مهارتي وړتیاوو لوړولو تر څنګ، د دعوت او ارشاد پروګرامونه، اسلامي اخلاق، او روزنیز فعالیتونه باید په دوامداره او مؤثره توګه په تعلیمي بنسټونو کې پلي شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS