هلمند ولایت کې د ۸ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

media-moe
Tue, Dec 23 2025 2:10 PM
یبرطزر

د هلمند ولایت ناوې ولسوالۍ اړوند دشت خسرو آباد ښوونځي نوې ودانۍ، د یوې همکارې ادارې په مرسته د ۸ مېلیونه، ۴۹۹ زره او ۱۶۰.۷۳ افغانیو په لګښت جوړه شوه، چې شپږ درسي خونې، تشنابونه، د لمریزې برېښنا سیسټم، د څښاک اوبو یو حلقه څاه او نور اړین لوازم لري.
د یاد ښوونځي د پرانیستې په مراسمو کې د پوهنې مسئولینو، د ولسوالۍ چارواکو،  مسلکي پراختیا ښوونکو علمي غړو او د ځایي خلکو استازو ګډون درلود.
د هلمند پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض انصاري د پوهنې پر اهمیت او د تعلیمي پروسې په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، پورته ذکر شوې ودانۍ په پخه او اساسي ډول جوړه شوې، چې په پایله کې یې د زده‌کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته شو.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS