پکتیکا ولایت کې د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د رحمانیه دیني مدرسې نوې ودانۍ، چې د سیمهییزو سوداګرو او خلکو په مالي مرسته د ۲ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې وه، د پوهنې چارواکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد د دغې مدرسې جوړول د ښونیزو ادارو په پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله او د خلکو او سوداګرو له همکارۍ څخه یې مننه وکړه.
