په هلمند ولایت کې د څه کم ۳۵۰ زره ډالرو په لګښت د یو ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
Tue, Feb 03 2026 11:23 AM
5415

د هلمند ولایت پوهنې ریاست، د ښوونیزو چوپړتیاوو پراخولو او ماشومانو ته د زده‌کړې پراخ لاسرسي په موخه، په قلعه‌بُست ولسوالۍ کې د ۳۴۴ زره ډالرو په لګښت د خاري ښوونځي یوه نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
یاده ودانۍ د یوې تعلیمي همکارې ادارې په مالي مرسته جوړه شوې، چې له ټولو اړینو اسانتیاوو سره ۱۶ درسي خونې لري.
د همدغې ودانۍ د پرانیستې په مراسمو کې، د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض انصاري په ټولنه کې د زده‌کړې پر اهمیت، د ودانۍ د دوامداره او مناسبې کارونې او د تعلیمي پروسې د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS