له ١۴۰ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت ٤٣م دور آزموینه واخیستل شوه 

media-moe
Wed, Feb 04 2026 11:52 AM
ظزبظطز

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا  د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په موخه، د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه.
د ياد وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو دآزموينې کمېټې رئیس مولوي عبدالواحد واحديار وايي: دا نوماندان چې شمېر يې تر ١۴۰ تنو پورې رسېږي، په ج/هادي فعاليتونو کې د بوختياوو له امله د زده کړو له بهیر څخه بې برخي پاتې شوي وو؛ چې اوس کولای شي، له شته فرصتونو څخه په استفادې خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړي.
نوموړي زیاته کړه، د یادې پروسې بریالي نوماندان به د هغوی له سویې سره سم د ښوونځیو له اووم تر دولسمو ټولګیو کې شامل شي.
د آزموينې ګډون والو هم دوی ته د زده کړو لپاره د لازمو ښوونیزو آسانتیاوو په برابرېدلو خوښي څرګنده او له نورو م/جاهدينو یې وغوښتل چې له شته فرصتونو څخه په استفادې د دیني او عصري علومو په برخه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS