د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري پوهنې وزارت ته ۵۰ جرېبه ځمکه ولېږدول شوه

media-moe
Tue, Feb 17 2026 2:26 PM
25151

په هغه غونډه کې چې د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او د کرنې او مالدارۍ وزارت د ځمکو لوی ریاست د ځمکو د لېږد او وېش د رئیسانو ترمنځ جوړه شوې وه، د ا.ا.ا. مشرتابه عالي مقام له حکم سره سم، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا په رسمي ډول د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې ۳۰ جرېبه ځمکه پوهنې وزارت ته د یوې دیني مدرسې جوړولو لپاره ولېږدول شوه.
د یادې ځمکې اسناد د کرنې وزارت د ځمکې د لېږد او وېش برخې د آمر او د یاد ریاست د کفیل محترم مولوي محمد فاروق امرخېل او د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې د رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس لخوا لاسلیک او په رسمي ډول وزارت ته وسپارل شول.
د پوهنې وزارت مشرتابه د تعلیمي او پرمختیایي پلانونو او پروګرامونو لپاره د رسمي ادارو او د افغانستان علم‌پروره خلکو له ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS