په زابل ولایت کې تعلیمي بنسټونو ته ۵ جریبه ځمکه وقف شوه

media-moe
Tue, Feb 17 2026 3:21 PM
51561

د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو او د پوهنې مینه‌والو اوسېدونکو په خپله سیمه کې درېیو بېلابېلو تعلیمي او ښوونیزو بنسټونو ته په لاندې ډول ځمکه وقف او مرسته کړې ده:
د ګزک کلي لومړني ښوونځي لپاره ۳ جریبه ځمکه، چې ټولیز ارزښت یې ۱۵۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د دعویګر کلي لومړني ښوونځي لپاره ۱ جرېب ځمکه، چې ارزښت یې ۴۰ زره افغانۍ دی.
همدارنګه د سیوري ولسوالۍ د اورګچ کلي د حنفیه مدرسې لپاره ۱ جرېب ځمکه، چې ارزښت یې ۵۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
د پوهنې وزارت د زابل ولایت د علم‌پالو او معارف‌دوستو خلکو له دغې ارزښتمنې همکارۍ څخه د هېواد د تعلیمي نظام د ملاتړ په موخه مننه او قدرداني څرګندوي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS