ارزگان ولایت کې د تعلیمي مرکزونو جوړولو لپاره له ۱۲۰ جرېبه څخه زیاته ځمکه وقف شوه

media-moe
Sun, Mar 01 2026 11:55 AM
25

ارزگان ولایت کې د مدارسو او ښوونځیو د ودانیو جوړولو او پراختیا په موخه، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل څخه تر اوسه پورې، د ترینکوټ ښار او د دې ولایت د چنارتو، دهراوود، خاص ارزگان، ګیزاب او چورې ولسوالیو د معارف‌پالو اوسېدونکو له لوري له ۱۲۰ جرېبه څخه زیاته ځمکه پوهنې ته وقف شوې ده، چې ټولیز ارزښت یې ۱۱ میلیونه او ۴۳۶ زره افغانیو ته رسېږي.
د پوهنې وزارت رهبرۍ د ارزگان ولایت د علم‌دوستو اوسېدونکو څخه د هغوی د دیني او ملي احساس او د هېواد د ښوونیز نظام څخه د ملاتړ له امله مننه او قدرداني څرګنده او د هغوی دا نېک احساس یې د تعلیمي بنسټونو د پراختیا او د هېواد بچیانو لپاره د تعلیمي فرصتونو زیاتوالي په برخه کې حیاتي بللی دی.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS