په دایکنډي ولایت کې د ښوونځیو ښوونکو او آمرینو لپاره مسلکي ورکشاپ دایر شو

media-moe
Tue, Mar 03 2026 11:48 AM
561456

د دایکنډی ولایت پوهنې ریاست له لوري د “اغېزمنې زده‌کړې او ښوونې ترویج” تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ، د ښوونکو د علمي او مسلکي کچې  لوړولو په موخه، د یاد ولایت د اشترلي، میرامور او خدیر ولسوالیو د ښوونځيو ۲۱۵ تنو ښوونکو او آمرینو لپاره جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو د دغو علمي ناستو له بهیر څخه د لیدنې پر مهال، د نویو تدریسي طریقو د اهمیت او اغېزمنتیا په اړه خبرې وکړې او د ورکشاپ موخه یې د ښوونکو او آمرینو د علمي کچې لوړول او د هغوی د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا وبلله، څو په ښوونځیو کې د ښوونې او روزنې کیفیت لا پسې ښه شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS