د پوهنې وزارت د ښوونې او رزونې محترم معین په مشرۍ پلاوي د کابل ښار له ۲ بابه ښوونځیو څخه څارنه وکړه

media-moe
Mon, Apr 20 2026 11:58 AM
fgh

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ پلاوي، د ښوونیزو مرکزونو اداري او تدریسي چارو د سمون او کیفیت لوړولو په موخه، د کابل ښار اوومې او درېیمې ښوونیزو ناحیو اړوند له حبیبې عالي لېسې او صوفیه خصوصي ښوونځي څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال د دواړو لېسو له اداري مسوولینو سره جلا جلا ناستې ترسره  او د ښوونځیو اداري او تدریسي چارې له نږدې وڅارل شوې.
همداراز، د ښوونې او روزنې محترم معین او ورسره مل تخنیکي پلاوي د نمونوي ارزونې په موخه یو شمېر درسي ټولګیو ته ورغلل، د تدریس بهیر یې له نږدې وڅاره او د زده‌کوونکو علمي کچه او وړتیاوې یې وارزولې.
په همدې لړۍ کې د تدریس کیفیت، د درسي نصاب د تطبیق څرنګوالی، د زده‌کوونکو فعاله ونډه او د ښوونکو تدریسي میتودونه په دقت سره وڅېړل شول.
سربېره پر دې، د ښوونځیو د چاپېریال، نظم، حاضري او اداري همغږۍ وضعیت هم تر ارزونې لاندې ونیول شو.
په پای کې د ښوونې او روزنې محترم معین، ښوونکو، زده‌کوونکو او اداري مسوولینو ته، د تدریسي کیفیت لوړوالي، د شته ستونزو حل او د ښوونیز بهیر لا پیاوړتیا لپاره لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د ښوونیز نظام پیاوړتیا لپاره دغه ډول څارنې ډېرې مهمې دي او باید په دوامداره توګه ترسره شي، ترڅو ستونزې پر وخت تشخیص او حل شي.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت له لوري د ښوونځیو د څارنې او ارزونې دغه لړۍ به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او ښوونیزو حوزو کې په منظم ډول دوام ومومي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS