د پوهنې وزارت د ښوونې او رزونې محترم معین په مشرۍ پلاوي د کابل ښار له ۲ بابه ښوونځیو څخه څارنه وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۱:۵۸
fgh

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ پلاوي، د ښوونیزو مرکزونو اداري او تدریسي چارو د سمون او کیفیت لوړولو په موخه، د کابل ښار اوومې او درېیمې ښوونیزو ناحیو اړوند له حبیبې عالي لېسې او صوفیه خصوصي ښوونځي څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال د دواړو لېسو له اداري مسوولینو سره جلا جلا ناستې ترسره  او د ښوونځیو اداري او تدریسي چارې له نږدې وڅارل شوې.
همداراز، د ښوونې او روزنې محترم معین او ورسره مل تخنیکي پلاوي د نمونوي ارزونې په موخه یو شمېر درسي ټولګیو ته ورغلل، د تدریس بهیر یې له نږدې وڅاره او د زده‌کوونکو علمي کچه او وړتیاوې یې وارزولې.
په همدې لړۍ کې د تدریس کیفیت، د درسي نصاب د تطبیق څرنګوالی، د زده‌کوونکو فعاله ونډه او د ښوونکو تدریسي میتودونه په دقت سره وڅېړل شول.
سربېره پر دې، د ښوونځیو د چاپېریال، نظم، حاضري او اداري همغږۍ وضعیت هم تر ارزونې لاندې ونیول شو.
په پای کې د ښوونې او روزنې محترم معین، ښوونکو، زده‌کوونکو او اداري مسوولینو ته، د تدریسي کیفیت لوړوالي، د شته ستونزو حل او د ښوونیز بهیر لا پیاوړتیا لپاره لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د ښوونیز نظام پیاوړتیا لپاره دغه ډول څارنې ډېرې مهمې دي او باید په دوامداره توګه ترسره شي، ترڅو ستونزې پر وخت تشخیص او حل شي.
د یادونې وړ ده، چې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معینیت له لوري د ښوونځیو د څارنې او ارزونې دغه لړۍ به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او ښوونیزو حوزو کې په منظم ډول دوام ومومي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۴۶
Background image

په غزني کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند «چهل باغتوی پشى» ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ او د ۲۰ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت په درې پوړونو کې جوړه شوې ده، د ياد ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۴۲
Background image

په جوزجان کې د ښوونځي لپاره يو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار اړوند د مصرآباد لېسې لپاره، د سیمې د معارف دوستو خلکو په همکارۍ د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت یو محراب جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ياد ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۵:۴۰
Background image

غزني کې د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې دیني مدرسې نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د غزني ولایت آب‌بند ولسوالۍ اړوند اصحاب صفه مدرسې نوې ودانۍ، چې د پنځه میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د. . .

BACK TO NEWS