د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا، د بېرته راستنو شویو ۴۵۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه

media-moe
Tue, Apr 21 2026 10:09 AM
5145

د کابل ښار پوهنې ریاست، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینو په شلم پړاو کې، د بېرته راستنو شویو ۴۵۰ تنو ماشومانو څخه د هغوی د تعلیمي سویې د معلومولو په موخه ازموینه واخیسته.
د پوهنې ریاست مسوولینو په هغو مراسمو کې، چې په همدې مناسبت جوړ شوي وو، د زده‌کړې پر اهمیت خبرې وکړې او زده‌کوونکي یې د علم او پوهې دوام ته وهڅول.
د یادونې وړ ده، چې د کابل ښار پوهنې ریاست تر دې وړاندې په ۱۹ پړاوونو کې د ۵۰۸۰ تنو بېرته راستنو شویو ماشومانو څخه ازموینې اخیستې او هغوی یې د وړتیا له مخې د مرکز په بېلابېلو ښوونځیو کې شامل کړي دي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS