د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

media-moe
Sun, Apr 26 2026 3:42 PM
ewrt

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو کاري سفر په ترڅ کې تخار ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم مولوي محمد اسماعیل ابو احمد سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
د پوهنې وزارت د تشکیلاتو محترم رئیس د خپل سفر موخه د ښوونځیو او مدارسو د تشکیلاتو متوازن کول وبلل او ویې ویل چې د پوهنې وزارت تشکیل باید د هېواد په ټولو ولایتونو کې په متوازن ډول پلی شي.
نوموړي زیاته کړه، د دې لپاره چې د تشکیل له تورم څخه مخنیوی وشي، د استادانو او ښوونکو بستونه باید د ښوونځیو او دیني مدارسو له اړتیاوو سره سم برابر شي.
په همدې حال کې د تخار ولایت پوهنې رئیس، د ورغلي مېلمنو هرکلی وکړ او د یاد ولایت د پوهنې اوسني وضعیت او تشکیل په اړه یې معلومات وړاندې کړل او د تشکیل د متوازن کولو په برخه کې یې د پوهنې وزارت له نوښت څخه مننه څرګنده کړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS