د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د هرات ولایت له پوهنې مسوولینو سره وکتل

media-moe
Sat, May 16 2026 3:27 PM
2154

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د خپل کاري سفر په ترڅ کې د هرات ولایت د پوهنې ریاست له آمرینو، مدیرانو او کارکوونکو سره وکتل.
د کیفیت تضمین محترم معین په دغه لیدنه کې د یاد ریاست د مسوولینو له هڅو ستاینه وکړه او له هغوی یې وغوښتل چې د ښوونیز او روزنیز کیفیت لوړولو، د مراجعینو د چارو ښه ترسره کولو، د اړوندو مقاماتو د اوامرو د اطاعت او د بېلابېلو برخو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ د پیاوړتیا په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.
په پای کې د هرات پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني د خپل ریاست د فعالیتونو او برنامو په اړه لازم معلومات وړاندې کړل او د ښوونیزو پلانونو او پروګرامونو پلي کېدو په برخه کې یې د پوهنې وزارت له دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS