دایکنډی ولایت کې د دوو دیني مدارسو د نويو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
Thu, May 21 2026 10:35 AM
521

د دايکنډي ولايت شهرستان ولسوالۍاړوند په تګاب لرګر کلي کې د حضرت ابوالفضل (رحمه الله علیه) دیني مدرسې او د پاتو ولسوالۍ په خچوزي تمزان کلي کې د محمدیه دیني مدرسې د نويو ودانیو جوړولو بنسټ ډبره په جلا مراسمو کې، د پوهنې مسوولینو او د سیمې د خلکو د استازو په حضور کې کېښودل شوه.
یادې ودانۍ د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، د ۱۰ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت، پر وقف شویو ځمکو جوړېږي. په دغو ودانیو کې به درسي خونې، اداري دفترونه او نور اړین ملحقات شامل وي.
د پوهنې ریاست مسوولینو د علم پروره خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه وکړه او له زده‌کوونکو او طالب‌العلمانو یې وغوښتل چې له شته تعلیمي فرصتونو څخه ښه ګټه واخلي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS