د ولایتونو د ولسوالیو د معارف آمرینو لپاره د موټرسایکلونو وېش پیل شو

media-moe
Thu, May 21 2026 3:29 PM
dgsfg

د پوهنې وزارت لخوا د ولسوالیو د پوهنې آمرینو ته د د ۲۳۰ موټرسایکلونو د وېش لړۍ د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې پیل شو. په دې مراسمو کې د پوهنې وزارت د مالي او اداري چارو معین محترم مولوي صبغت الله وصیل او د خدماتو رئیس محترم مفتي شفیع الله منصور ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت محترم مالي او اداري مرستیال د هېواد په کچه د معارف د آمرینو او کارکوونکو د فعالیتونو او خدمتونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې یاد وسایط د ولسوالیو د معارف آمرینو د رسمي چارو د ترسره کولو لپاره وېشل کېږي.
وروسته د دې وزارت د خدماتو رئیس هم د یاد پروګرام په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د دغو موټرسایکلونو ټولیز شمېر ۴۸۰ عرادو ته رسېږي چې له دې جملې څخه ۲۵۰ عرادې تېر کال وېشل شوي وو او د پاتې ۲۳۰ عرادو نورو موټرسایکلونو رسمي وېش نن پیل شو.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS