په دایکنډي ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې
د دایکنډي ولایت شهرستان ولسوالۍ اړوند «سفید پشته لرګر» منځني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوې.
یاده ودانۍ د درې میلیونه افغانیو په لګښت په هغه ځمکه کې جوړیږي، چې شاوخوا درې جریبه مساحت لري او د ولسوالۍ د اوسېدونکو هر یو محترم قنبر د جمعه زوی او قربان د ناظر زوی له لوري پوهنې ته ډالۍ شوې ده.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو په مالي مرسته رغول کېږي او ټاکل شوې ده چې ۴ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې او یوه تحویلخونه به ولري.
