د تخار ولایت په درې بابه ښوونځیو کې د ۳۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت نوې ودانۍ جوړیږي
د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند په درې بابه ښوونځیو کې د نویو ودانیو جوړولو بنسټ ډبرې د یوې غونډې په ترڅ کې چې د یاد ولایت پوهنې مسوولینو هم پکې ګډون درلود، کېښودل شوې.
د چارواکو په وینا، د رستاق ښار د «شهر جدید» لومړني ښوونځي ودانۍ به د ۱۴۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یادې ولسوالۍ د علمپرور سوداګر او شخصیت، محترم عبدالرحیم فریاد، په مالي مرسته پر ۴ جریبه ځمکه جوړه شي.
همدارنګه، د «عبید ابن کعب» لېسې ودانۍ به د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د سیمهییز سوداګر محترم ګلبدین وفا په مالي مرسته پر هغو ۳ جریبه وقف شوې ځمکه جوړه شي چې د سیمې خلکو د ښوونځي لپاره ځانګړې کړې ده.
سربېره پر دې، د «سوخته قلعه» ښوونځي ودانۍ به د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پر ۳ جریبه ځمکه ورغول شي.
ټاکل شوې ده چې یادې ودانۍ هره یوه درسي ټولګي، اداري خونې او نور اړین ملحقات ولري، چې په بشپړېدو سره به د زدهکوونکو لپاره مناسب او معیاري ښوونیز چاپېریال رامنځته کړي.
